Tuesday, November 17, 2020

راځئ هنر زده کړو


 راځئ هنر زدهکړو. 


 تحرير : عطاؤالله کاکړ.

د مچردانۍ فولډنګ( د پشخانې کتول) مې نه و زده نو په یوټيوب کې مې وکتل چې څنګه کتېږي هلته مې خورا ډېري وېډیوز وليدې چې په انګلېسي/ اردو هندي او داسي نوري ډېری ژبې وې چې د مچردانۍ کتول یې ورته شول. د مچردانۍ کتول چې مې زده کړل. بېا په داسي  نور بلها وړو کارونو پسي وغړېدم. خورا ډېري وېډیوز م‌ې پېدا کړې چې خلګ ګټه ورڅخه اخستلی شي. لکه د خالي بوتلانو څخه ګلدانۍ جوړول، د برقي تارو څخه د نمائش څيزونه جوړل، د ماشومانو لپاره غاړګۍ جوړول د برقي آلاتو بېا رغول، د زړو کالېو څخه نوي د کار څيزونه جوړول،د موڅيتوب کار، د سبزیو پاک او تازه ساتلو دندې، د پخلي ترېقې، د موټر سائېکل/موټر پاکول او جوړول، د جارو جوړول، دګلانو کرل، د کښت او کروندې په هکله کارونه،او داسي نور بې شمېره کارونه وو چې پر يوټيوب ښوولکېږي. که څه هم داواړه کارونه دي او تر ډېره حده زموږ د خلګو زده دي، خوکومو خلګو چې په بېلابېلو ژبو کې د یادو کارونو ښودنه کول شایدسل په سله ددې لپاره نه وي چې خلګ زدکړه ورڅخه وکړي بلکه دوی ددې لاري یعني د یوټيوب دلارې څخه خورا ډېري روپۍ ګټي. وروسته مې پر یوټېوب د پښتو چېنلونه ولټول واړه کسب او کارونه خو لالېري د پښتو مې داسي یو ښه چېنل هم پېدا نه کړ چې د طب، انجېنرنګ، تعليم،  اسپورټس/ ورزښ، سائنس،  سیاسي زدکړي د کتابو لنډېزونه یا نور داسي کارونو کې دې پښتنو په یوټيوب کې کار کړی وي.په تېره بیا د جنوبي پښتونخوا خلګ خو بېخي ورڅخه لېري دي.د کرونا وروسته به نړۍ هغه کاروبارونو او دندو ته پام وکړي کوم چې په هر حال کې ضرورت وي او د بندېز یې امکانات ډېر کم وي. له هغو څخه یو  آنلائن بزنس دی. که څه هم موږ تر ډېره حده په هر کسب کې ښه پوهان لرو خو دغه باېد د آنلائن بزنس سره ځان بلد کړي.یو خو بې خلګو ته بېشمېره ګټي ورسېږي بل به د آنلائن بزنس د لارې د نړۍ د نورو قامونو غوندي ښه آمدن هم پېدا کړي.

     زموږ خلګ ولې د آنلائن بزنس څخه لېري دي؟  کوم کوم لاميلونه دي خپل نظر راسره شريک کړئ

 مننه.

No comments:

Post a Comment